د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې د بهرنيو چارو وزارت د نومبر په دوه ويشتمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د روسيې، ترکيې او ايران لخوا د لاسليک شوې ګډې اعلاميې هرکلی وکړ.
د سوريې د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د سوريې حکومت د ټولو دغو کوښښونو ملاتړ کوي، چې د سوريې د ملي حاکميت، خپلواکۍ او د خاورې تماميت د ساتنې او په دې هېواد کې د زورزياتي پېښو او شخړو د مخنيوي لپاره تر سره شوي دي. زموږ په اند، روسيې، ترکيې او ايران په درې اړخيزو خبرو اترو کې د ترهګرو سره د مبارزې، د سياسي بهير د بنسټيزو اصولو، د سوريې د ملي ديالوګ د رابللو، د اساسي قانون د مادو به باب د خبرو اترو او د پارلماني ټولټاکنو د تر سره کېدو په ګډون مسئلو په باره کې موافقه کړې ده. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |