CRI Online

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافی ځواک د يمن د صنعا هوايي ډګر او د هودايداه بندر بيا خلاص کړل

cri     (GMT+08:00) 2017-11-23 10:28:16

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافی ځواک د نومبر په دوه ويشتمه نېټه اعلان وکړ چې د يمن د صنعا هوايي ډګر او د هودايداه بندر به د درويشتمې نېټې له غرمې څخه بيا خلاص شي،څو چې د دې هوايي ډګر او بندر څخه د بشري پالنې مرستندويه توکي ومنل شي.

ائتلافی ځواک په يوه اعلاميه کې وويل، دوی به لږ څه وروسته په يمن کې د بشري پالنې مرستندويه پلان پلی کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای