د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فلسطين بېلا بېلو خواوو د نومبر په دوه ويشتمه نېټه په قاهره کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره اعلان وکړ چې دوي په دې موافقه وکړه چې د فلسطين د ولسمشرۍ ټولټاکنې به د راتلونکي کال له پای مخکې تر سره شي.
په دې اعلاميه کې پر دې ټينګار شوي چې د فلسطين د ملي روغې جوړې حکومت به ژر تر ژره د فتح او حماس لخوا د لاسليک شوي موافقه ليک سره سم په غزه سيمه کې خپله دنده او وظيفه پر غاړه واخلي.
په دې وروستيو کې د مصر د جوزښت په رڼا کې د فتح او حماس تر منځ د همغږۍ په بهير کې مهم برياليتوب رامنځته شو. د اکتوبر په دوولسمه نېټه، فتح او حماس په قاهره کې موافقه وکړه چې له مخې يې د فلسطين د ملي روغې جوړې حکومت د دسمبر له لومړۍ نېټې مخکې په غزه سيمه کې په پوره توګه خپله دنده او وظيفه بشپړه کړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |