د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې بېلا بېلو مخالفو ډلو د نومبر په ۲۲مه نيټه د سعودي عربستان په رياض کې يوه غونډه جوړه کړه او د سوريې مسئلې د نوې دورې خبرو اترو لپاره يې د خپلو دريځونو همغږي وکړه. په همدې ورځ د روسيې ولسمشر پوټين، د ترکيې ولسمشر اردوغان او د ايران ولسمشر روحاني د روسيې په جنوب سوچي ښار کې سره خبرې وکړې. دريواړو خواوو د سوريې مسئلې د وروستي پرمختګ او د حل لارو چارو په شمول د يو لړ مسئلو په اړه د نظريو تبادله وکړه او يوه ګډه اعلاميه يې خپره کړه.
د سعودي عربستان په رياض کې د سوريې د مختلفو مخالفو ډلو ترمنځ غونډه د م م د سرمنشي د ځانګړي استازي ستافن ده ميستورا او د سعودي عربستان د خارجه وزير عادل الجوبير په ګډه مشري شوه.
ده ميستورا څرګنده کړه چې د دغې غونډې موخه د بېلا بېلو مخالفو ډلو لخوا د يو واحد پلاوي جوړول دي چې په راتلونکې اوونۍ کې به په ژنيو کې د سوريې په خبرو اترو کې ګډون وکړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |