CRI Online

د لبنان صدر اعظم حريري استعفا وځنډول شوه.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-23 10:53:01

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د لبنان صدر اعظم سعد حريري د نومبر په ۲۲مه نيټه وويل چې د ولسمشر ميشېل اوون په غوښتنې سره خپله استعفا ځنډوي.

هغه په همدې ورځ د تړلو دروازو تر غونډې وروسته خبريالانو ته ويلي چې هغه ولسمشر اوون ته د استعفا غوښتنليک وړاندې کړ، خو اوون ور څخه د استعفا د ځنډ غوښتنه کړې.

په همدې ورځ حريري او اوون او د پارلمان مشر په ګډه په بيروت کې د خپلواکۍ ورځې رسم ګذاشت وکاته.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای