CRI Online

د ترکيې صدراعظم د يو کمربند او يوې لارې د سوداګريزو اړيکو د پياوړتيا ستاينه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-23 11:01:43

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې صدراعظم بينالي يلديريم د نومبر په ۲۲ مه نېڼه وويل، چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د سوداګريزو اړيکو د پياوړتيا لپاره نمونوي لاره ده چې اسيا يو ځل بيا د نړيوال اقتصاد او سوداګرۍ مرکز ګرځېدلې ده.

بينالي يلديريم په همدې ورځ په استانبول کې د اسيا پارلماني شورا په ۱۰ مه عمومي غونډه کې د ګډون په ترڅ کې دغه بيان ورکړ. هغه وويل، چې ترکيې د ورېښمو لرغونې لارې د سمسورتيا او د سيمه ييزې او نړيوالې سولې لپاره ګټورو پروګرامونو او وړانديزونو ته په درنه سترګه ګوري.

بينالي ياديريم د اسيا پارلماني شورا د بېلا بېلو غړيو د همکارۍ غوښتنه وکړه، هيله يې وښوده چې په دې سيمه کې نور ګډ پروګرامونه پيدا او نږدې سوداګريز اتحاد جوړ کړي، په تېره بيا د اورګاډيو، اساسي لارو او نورو بنسټيزو ياسيساتو د جوړولو په برخه کې کوښښ وکړو.

د اسيا پارلماني شورا د لومړي ځل لپاره د۲۰۰۶ کال په نومبر کې د ايران په تهران کې جوړه شوه.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای