CRI Online

چين نه يوازې په اقتصادي او ټولنيز پرمختګ کې د ليدو وړ لاسته راوړنې تر لاسه کړې بلکې د نړۍ د ګډ پرمختګ لپاره يې ستر اصول جوړکړی دی

cri     (GMT+08:00) 2017-11-23 15:26:43

د چين د کمونېست ګوند ١٩م ملي کانګرس د چين د راتلونکي پرمختګ لپاره ښه پلان جوړ کړی او د دې ترڅنګ پر نړۍ يې مثبته او پراخه اغيزه کړې ده.زموږ خبريال په دې وروستيو ورځو کې د اردن سيند په لويديځه غاړه رام الله ښار کې د فلسطين د ازادۍ بخښوونکي غورځنګ د مرکزي کميټې له غړي او د عربي اړيکو او چيني چارو له وزير عباس زاکي سره مرکه وکړه.د ده په اند چين نه يوازې په اقتصادي او ټولنيز پرمختګ کې د ليدو وړ لاسته راوړنې تر لاسه کړې بلکې د نړۍ د ګډ پرمختګ لپاره يې ستر اصول جوړ کړی دی.

٧٥ کلن زاکي چې پنځه ځله يې چين ته سفرونه کړي ،د چين د کمونېست پر ګوند پرې ګران دی او په خپل کتاب کې يې د دې ګوند د پرمختيايي لاسته راوړنو په باب معلومات وړاندې کړي.هغه وويل چې د چيني ملت مدنيت ژور بنسټ لري .د چين د کمونېست ګوند تر جوړېدو وروسته د چينايانو مشري کړې او د ورخلاصون او اصلاحاتو تګلارې په پلي کولو سره يې د ليدو وړ لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي.د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روان کال په اکتوبر کې د چين د کمونېست ګوند په ١٩م ملي کانګرس کې په يوه راپور کې دې ته اشاره کړې چې اوس مهال چين د شتمنې ټولنې د ابادۍ او نوې زمانې ته د چين د ځانګړي سوسياليزم د ننوتلو په کليدي پړاو کې دی . ور څخه ښکاري چې د چين د کمونېست ګوند د چيني ملت د بيا سمسورتيا د چين خوب د رښتيا کولو لپاره نه ستومانه کېدونکی کوششونه کړی او کوي يې.هغه وويل(اواز...........) چين په پرمختيايي بهير کې ډېرې تجربې او لاسته راوړنې تر لاسه کړې چې له امله يې په نړۍ کې دوهمه لويه اقتصادي ډله ګرځېدلې ده او په نړۍ کې يې د بې وزلو خلکو لپاره ځواک او ګټې رسولې دي.د رئيس شي جين پينګ له خوا پلی شوې نوې تګلارې د ستاينې وړ دي چې نه يوازې د چين د راتلونکي پرمختګ لپاره سم لوری ټاکل شوی بلکې د اعتمار وړ ضمانت هم برابر شوی دی. د دې ترڅنګ رئيس شي جين پينګ د پوځ د غښتلتيا، د فساد پر ضد د مبارزې او د قانون له لارې د چين خوب د رښتيا کولو په لور روان دی .باور لرم چې چين به له هيلو څخه په ډک لور برياليتوب تر لاسه کړي.

هغه پر دې ټينګار وکړ چې د چين پرمتختيايي لاسته راوړنې د ليدو وړ دي ،د نړۍ نورو هېوادونه غواړي چې د چين له پرمختګ څخه تجربې زده کړي.دا مهمه ده چې چين نه يوازې په پرمختيايي بهير کې د ليدو وړ لاسته راوړنې تر لاسه کړې بلکې د نړۍ د ګډ پرمختګ لپاره يې ستر اصول جوړ کړی تر څو مختلف هېوادونه په سوله کې ګډ ژوند وکړي او د همکارۍ له لارې ګډ برياليتوب تر لاسه کړي. نوموړي دې ته اشاره وکړه چې چين په ١٩٩٧ کال کې د اسيا له پولي بحران او په ٢٠٠٨ کال کې له نړيوال پولي بحران سره د مقابلې لپاره نه بدلېدونکی رول لوبولی چې له امله يې نړيوال مقام په پر له پسې توګه لوړ شوی دی.اوس په نړۍ کې ډېرې ستونزمنې مسئلې موجودې دي چې په دې جمله کې ځينو بحرانونو د نړۍ پر سولې او ثبات بده اغيزه کړې ده.خو د دغو مسئلو د حل وفصل لپاره چيني هوښياري او لايحه کارول کېدای شي.هغه وويل(اواز..........)چين د راتلونکې پرمختګ لپاره يوه نقشه انځوروي.د چين خوب څه دی؟ځواب يې د چيني ملت بيا سمسورتيا،د چين غښتلتيا او د خلکو نيکمرغۍ ده چې دې نه يوازې د چين خوب دی بلکې د نړۍ د نورو هېوادونو د هر کلي وړ ګرځېدلی دی. په لاتينې امريکا،افريقا او اسيا کې ټول خلک چين ته ډېره پاملرنه کوي او هيله لري چې د چين د تجربو او تګلارو په کارولو سره نور هېوادونه له ستونزو څخه وژغورل شي.ځکه چې دغوتګلارو خلکو ته نيکمرغۍ رسولي بلکې پکې ستر اصول جوړ شوي دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای