CRI Online

چين هيله لري چې له اړوندو خواوو سره په ختيځه اسيا کې د انساني برخليک د ګډې ټولنې په اړه د ستر فکر د عملي کولو لپاره کوښښونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-11-23 18:57:30

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، فليپين د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې او د چين، جاپان او جنوبي کويا ترمنځ د شلمې سرمشريزې غونډې د رئيسه اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې تر ۲۰۲۰ کال پورې به د ختيځې اسيا د ګډې اقتصادي ټولنې د جوړېدو لپاره کوښښونه وکړي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د نومبر په ۲۳مه نېټه وويل، چې د ختيځې اسيا د ګډې اقتصادي ټولنې ابادي د دې سيمې د هېوادونه ګډه هيله او موخه ده.

لو کانګ په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، چې څو ورځې مخکې په ياده غونډه کې د چين صدراعظم لي که چيانګ د ختيځې اسيا د ګډې اقتصادي ټولنې د ابادۍ غوښتنه وکړه، او د دې اقتصادي ټولنې نقشه او په شپږو برخو کې د همکارۍ وړانديز يې وړاندې کړ چې د ګډون کوونکو مشرانو ملاتړ يې تر لاسه کړی دی. لو کانګ وويل، چين هيله لري چې له اړوندو خواوو سره د ختيځې اسيا د همکارۍ د پياوړتيا لپاره او تر هر څه لومړی په ختيځه اسيا کې د انساني برخليک د ګډې ټولنې په اړه د ستر فکر د عملي کولو لپاره کوښښونه وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای