CRI Online

د مصر د استوګنې وزير د موقت صدراعظم په توګه وټاکل شو

cri     (GMT+08:00) 2017-11-24 09:43:56

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مصر ولسمشر عبدلافتاح السيسي د نومبر په درويشتمه نېټه د استوګنې وزير مصطفی مدبولي په موقتي توګه د دغه هيواد د صدراعظم پر ځای وټاکه.

د مصر صدراعظم شريف اسمعيل د نومبر په درويشتمه نېټه د جراحۍ عملياتو لپاره المان ته وخوځېد او په المان کې به د دريو اوونيو لپاره پاتې شي. مصطغی مدبولي به د ده په نشتون کې د ځای ناستي صدراعظم په توګه کار وکړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای