CRI Online

د م م لايحه په ليبيا کې له ستونزې سره مخامخ شوې.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-24 10:27:49

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ليبيا عالي دولتي شورا د نومبر په ۲۲ مه نېټه په رايګيرۍ سره د ليبيا په سياسی تړون کې د ځينو لانجمنو مادو د تعديلولو په اړه د م م لايحه رد کړه، او د ليبيا سياسي پخلاينه يو ځل بيا په رکود کې لوېدلې ده.

عالي دولتي شورا په همدې ورځ په اعلاميه کې ويلي چې موږ د سياسي پخلاينې بهير ملاتړ کوو او هيله لرو چې په بريالۍ توګه د ليبيا سياسي موافقه ليک تعديل کړي، خو موږ د دې تعديل نامې په اړه موافقې ته نه يو رسيدلی. دغه شورا د ليبيا د ملي يووالي حکومت مشورتی اداره ده.

په سوله ييزو خبرو اترو کې بلې خوا يعنی د ليبيا د خلکو کانګرس په غونډه کې د روانې مياشتې په ۲۱ مه نېټه ياده لايحه تصويب شوه.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای