CRI Online

د ليبيا سمندري پوځ ۴۵۰ تنه ناقانونه مهاجرين ژغورلي دي.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-24 10:43:50

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ليبيا سمندري پوځ د نومبر په ۲۳ مه نېټه پلازمينې ترابلس ته په نږدې سمندري سيمه کې څه د پاسه ۴۵۰ تنه افريقا يي ناقانونه مهاجرين ژغورلي دي.

د ليبيا سمندري پوځ وياند ايوب قسيم وويل،چې د ليبيا سمندري پوليسو ترابلس ته په نږدې ۱.۶ کيلومترۍ سمندري سيمه کې دغه ناقانونه مهاجرين ژغورلي دي.

هغه زياته کړه، چې له درملنې وروسته به دغه ناقانونه مهاجرين ترابلس ته ولېږدول شي.

له ۲۰۱۱ کال راهيسې په ليبيا کې امنيتي حالات لاترينګلی شوي دي او حکومت د سمندر پر غاړه پوره کنترول نه لري .له افريقا څخه ځيني ناقانونه کډوال د ليبيا له لارې له مديترانې څخه په تېرېدو سره اروپا ته ځانونه رسوي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای