د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د ننګرهار ولايت وياند د نومبر په ۲۳مه نېټه وويل، په دې ولايت کې د داعش په خپلمنځي نښته کې لږ تر لږه ۱۵ تنه مړه شوي دي.
د ولايت وياند خوګياڼي وويل، چې دغه داخلي نښته په اچين ولسوالۍ کې پېښه شوې او مړه شوي ۱۵ اورپکی د نومبر په ۲۲مه نېټه د داعش د نورو غړو لخوا يې سرونه پرې شوي دي. د داخلي جنګ لامل نه دی تصديق شوی.
تر اوسه پورې داعش د دې پېښې په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |