CRI Online

د ذروي بريښنا کوټ په هکله د چين او بريټانيا ترمنځ همکاري په سالم ډول روانه ده

cri     (GMT+08:00) 2017-11-24 14:44:50

د چين د ګوانګ دونګ د ذروي برېښنا ډله ييز شرکت په دې وروستيو ورځو کې وويل چې د ذروي بريښنا کوټ په هکله د چين او بريټانيا ترمنځ همکاري په سالم ډول روانه ده. د چين د هوا لونګ لومړي نمبر په نوم د ٣م نسل ذروي تخنيکونه په بريټانيا کې د ډيزاين پلټنه يعنې جي دي اې (GDA)په رسمي توګه دوهم پړاو ته ننوتلي دي.د هينکلي په نوم پروژې به شپږ موخې په روان کال کې تر سره شي.

د چين د ګوانګ دونګ د ذروي برېښنا د ډله ييز شرکت د بورډ کميټې مشر هه يوو د دې شرکت په دفتر کې له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د بريټانيا د ذروي امنيت د پلټنې د مقرراتو له مخې د نويوذروي تخنيکونو په وسيله د ذروي بريښناکوټ له جوړېدو نه مخکې بايد دغه جي دي اې پلټنه ومنل شي.د چين د دې شرکت او بريټانوي حکومت له خوا د لاسليک شوي تړون له مخې به تر يادې پلټنې وروسته د هوا لونګ لومړي نمبر په نوم تخنيک د بريټانيا د برادويل بي په نوم پروژه کې وکارول شي.

هه يوو په بريټانوي بازار کې د چين د ذروي بريښنا پر راتلونکې باور لري. هغه وويل (اواز..........) په بريټانيا کې زموږ د ذروي بريښنا کوټ د جوړېدو موخه څرګنده ده يعنې د چين تخنيک ،تجهيزات او جوړېدونکي چارې تر جدې پلټنې وروسته د نړيوالو له خوا ومنل شي.

جي دي اې پلټنه د روان کال د جنوری په ١٩مه نېټه پيل شوه او پر څلورو پړاونو ويشل کيږي چې د شپېتو مياشتو لپاره به دوام ولري.د روانې مياشتې په ١٦مه نېټه د بريټانيا د ذروي انرژۍ پلټونکي دفتر د دې هېواد د چاپيريال له ادارې سره په يوه اعلاميه کې اعلان کړی چې په دې هېواد کې د جي دي اې پلټنې په لومړي پړاو کې د چين د هوا لونګ لومړي نمبر په نوم د ذروی تخنيکونو کارونه بشپړ شول او په رسمي توګه دوهم پړاو ته ننوتلي دي.

د جي دي اې د دوهم پړاو د دندې په هکله د چين د ياد شرکت د تخنيکونو مسئول ماو چينګ دې ته اشاره وکړه (اواز..........)د جي دي اې په دوهم پړاو کې عمده دنده په لومړي پړاو کې د ابتدايي امنيتي راپور پلټنه ده.بريټانوي خوا به را څخه اړوندې پوښتنې وکړي او دې ته به ځوابونه ور کړو.بله مهمه دنده د امنيت،د چاپيريال اغيزې او د ذروي امنيت د تامينېدو په هکله د دريو راپورونو ليکل دي.

د هينکلي پروژې د اوسني حالت د يادونې په ترڅ کې هه يوو وويل چې د دې پروژې شپږ موخې به په روان کال کې په سالم ډول تر سره شي.هغه وويل (اواز..........)هينکلي پروژه بعنې اچ پي سي (HPC)پروژه په سالم ډول روانه ده چې له شپږو موخو څخه پنځه يې په پوره توګه تر سره شوې او وروستۍ موخه به د روان کال تر پايه پورې پوره شي.اوس د دې پروژې پانګونه تر کنترول لاندې ده، نو پرمختيايي حالت يې عمومأ ښه دی.

په سالم ډول د دې پروژې له روانېدو څخه ښکاري چې د ذروي بريښناکوټ په پروژه کې د دواړو خواوو ترمنځ همکاري ښه ده چې دې په دې هېواد کې د دغه چيني شرکت د ذروي بريښنايي پروژۍ د پرمخبيولو لپاره ګټور ضمانت برابر کړی دی .

په بريټانيا کې د دې شرکت د ذروي بريښنا پروژه په اروپا کې د چين د پانګونې تر ټولو لويه پروژه ده او د يو کمربند او يوې لارې تر وړانديز لاندې يوه پروژه هم ده.د ٢٠١٥ کال د اکتوبر په ٢١مه نېټه د چين د ګوانګ دونګ د ذروي ربرېښنا ډله ييز شرکت د فرانسې د بريښنا له ډله ييز شرکت سره د بريټانيا د ذروي بريښنايې پروژۍ د پانګونې تړون لاسليک کړی چې له مخې به يې په بريټانيا کې درې لويې ذروي بريښنايي پروژې جوړې شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای