CRI Online

په هند کې له اوسپنيزې کرښې د اورګاډی اوښتو پېښه کې لږ تر لږه ۳تنه مړه او ۹تنه نور ټپيان شول

cri     (GMT+08:00) 2017-11-24 15:02:59

د هند خبري رسنيو د خبر له مخې، د نومبر د ۲۴مې نېټې په سهار وختي د هند په اوتر پرديش کې له اوسپنيزې لارې د يوه مسافروړونکې اورګاډي د اوښتو پيښه کې لږ تر لږه ۳تنه مړه او ۹تنه نور ټپيان شول.

د هندوستان د ټايمز ورځپاڼې د خبر له مخې، دغه اورګاډی له ګوا څخه پاتنا ته په لاره و چې په همدې ورځ د اوتر پرديش مانيکپور ته نژدی د اورګاډي١۳ واګونونه له اوسپنيزې کرښې ووتل. د اټکل له مخې په دغه پيښه کې د مړو کسانو شمير به لا نور زيات شي.

د هند د اوسپنيزو لارو څانګې يو چارواکي وويل د ابتدائي پلټنې له مخې، امکان شته چې د اوسپنيزې کرښې د پري کيدو له امله دغه پيښه شوې وي. اوس له ټپيانو سره د مرستې کارونه روان دي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای