CRI Online

د زيمبابوې نوي ولسمشر لوړه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-11-25 17:03:35

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د زيمبابوې نوي ولسمشر ايميرسون مننګوا د نومبر په ۲۴مه نېټه په پلازمينه هراره کې لوړه وکړه او ويې ويل چې نوی حکومت به د يو سمسور او دموکراتيک هېواد د ابادۍ لپاره کوښښ وکړي.

ولسمشر مننګوا له لوړې وروسته د يوې وينا په ترڅ کې لومړی پخواني ولسمشر روبيرت موګابي ته احترام څرګند کړ او له خلکو څخه يې غوښتنه وکړه چې يووالي وساتي او په ګډه د اقتصاد دسمسورتيا لپاره کوښښ وکړي. هغه وويل نوی حکومت به د اقتصاد بيا سمسورتيا ته لومړيتوب ورکړي او خلکو ته به نور زيات کاري فرصتونه او لا ښه ژوند برابر کړي.

نوموړي د لويديځو هېوادونو غندنه وکړه چې پر زيمبابوې بنديزونه لګوي او له دغو هېوادونو څخه يې غوښتنه وکړه چې بنديزونه ليري کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای