CRI Online

د امريکا او ترکيې ولسمشرانو د سوريې د حالاتو په هکله ټليفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2017-11-25 17:08:26

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا سپينې ماڼۍ د نومبر په ۲۴مه نېټه وويل د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په همدې ورځ د سوريې د حالاتو په هکله د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوګان سره ټليفونې خبرې وکړې.

سپينې ماڼۍ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل دواړو مشرانو په خبرو کې دا تائيد کړی چې د م م امنيت شورا ۲۲۵۴م پريکړه ليک بايد عملي شي او د ژنيو بهير په چوکاټ کې په سوله ايزه توګه د سوريې بحران حل شي او د بشري مرستې بحران ختم کړي تر څو د سوريې کډوال بير ته خپل وطن ته ستانه شي.

ټرمپ اردوګان ته وويل امريکا به په راتلونکې کې په سوريه کې ځمکني ځواکونه تنظيم کړي، ځکه چې په سوريه کې د الرقه جګړه پای ته رسيدلې ده او حالات ثابت پړاو ته داخل شوي دي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای