CRI Online

په مصر کې د يو ترهګريز بريد په ترڅ کې ۲۳۵تنه ووژل شول

cri     (GMT+08:00) 2017-11-25 17:16:35

د مصر ټلويزيون د خبر له مخې، د نومبر په ۲۴مه نېټه د مصر په شمال سينا ولايت کې پر يو جومات ترهګريز بريد وشو چې له امله يې لږ تر لږه ۲۳۵تنه وژل او ۱۰۹ تنه نور ټپيان شوي دي. د مصر ولسمشر عبدل فتاح السيسي له بريد وروسته وويل مصر به د ترهګرو په وړاندې سخت بريدونه وکړي.

السيسي له بريد وروسته د ترهګرۍ ضد د کميټې بيړنې غونډه جوړه کړه چې په کې د يادې ترهګريزې پيښې په هکله خبرې وشوی. هغه وروسته په يوه ټلويزيوني وينا کې وويل موږ به سمدلاسه د دغه بريد ترهګرو په وړاندې سخت ځوابي بريد وکړو. د مصر پوځ او پوليس به په دغه پيښه کې د وژل شويو کسانو غڅ له بريدګرو څخه واخلي او په لنډ راتلونکې کې د مصر امنيت او ثبات بيا جوړ او ټينګ کړي.

د مصر د شمال سينا ولايت مرکز الاريش ښار په لويديځ کې يو جومات د نومبرپه ۲۴مه نېټه د ترهګرو له بريد سره مخامخ شو چې په هغه وخت کې زيات شمير لمونځ کوونکي په جومات کې وو، ترهګرو د جومات دباندې چاوديدونکی توکي وچاوول، بيا وروسته له جومات څخه پر وتونکو خلکو او امبولانسونو يې ډزې وکړې.

تر اوسه پوري هيڅ ډلې د دغه بريد پړه نه ده منلې.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای