CRI Online

نړيوالې ټولنې په مصر کې د ترهګرۍ پيښه وغندله

cri     (GMT+08:00) 2017-11-25 17:28:00

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د مصر په شمال سينا ولايت کې پر يو جومات د نومبر په ۲۴مه نېټه ترهګريز بريد وشو چې له امله يې لږ تر لږه ۲۳۵ تنه وژل او ۱۰۹ تنه نور ټپيان شوي دي. نړيوالې ټولنې په جلا جلا توګه دغه پيښه وغندله، وژل شويو کسانو سره يې خواخوږي څرګنده کړه او په ګډه يې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د ګډون غوښتنه وکړه.

د م م امنيت شورا په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره د سختو خبرداريو په وسيله دغه ترهګريز بريد غندنه وکړه او د وژل شويو کسانو کورنيو غړيو او د مصر حکومت خواخوږي څرګنده کړه او ټپيانو ته يې د ژر بيا روغتيا د ژر بيا روغتيا هيله وښودله. اعلاميې کې راغلي چې بايد د ترهګريزې پيښې تر سره کوونکو، تنظيموونکو او ملاتړ کوونکو ته له قانون سره سمه سزا ورکړی شي. هر ډول ترهګري د نړيوالې سولې او امنيت په وړاندې يو سخت ګواښ دی او هر ډول تروريستي عمل جرم دی او د بښلو وړ نه دی. ټول هېوادونه بايد تر وسي پورې د ترهګريزو فعاليتونو د ګواښونو مخه ونيسي.

د م م سرمنشي انتونيو ګوټريس په همدې ورځ د خپل وياند له لارې د دغه بريد سخته غندنه وکړه او غوښتنه يې وکړه چې ژر تر ژره دې بريدګر ونيول شي.

د امريکا سپينې ماڼۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دغه بريد سخته غندنه وکړه او په پيښه کې د مړه شويو کسانو کورنيو غړيو سره يې خواخوږي څرګنده کړه. امريکا له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي چې د ترهګرۍ ضد په مبارزه کې ځواک پياوړی کړي او د ترهګرۍ او تندلارۍ نظريې دې له منځه يوسي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای