CRI Online

  د روسیې د لیري واټن جنګي الوتکو په سوریه کې د داعش پر موخه هوایي بمباري وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-11-26 16:10:42
  د روسیې د لیري واټن جنګي الوتکو په سوریه کې د داعش پر موخه هوایي بمباري وکړه

د روسیې د دفاع وزارت د روانې میاشتې په ۲۵ مه نیټه خبر ورکړ چې په همدې ورځ د تو -۲۲ ایم ۳ شپږ لیری واټن جنګي الوتکو د سوریې په شمال ختیزه برخه کې د داعش پر موخه هوایي بمباري وکړه.

دغو ۶ جنګي الوتکو د روسیې د هوايي پوځ له اډې څخه الوتلي او پر ټاکل شوې موخه یې هوایي بمباري وکړه چې په نتیجه کې یې ټاکل شوې موخه له منځه وړې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای