CRI Online

۱۳ تنه وسله وال په ننګرهار کې ووژل شول

cri     (GMT+08:00) 2017-11-26 16:12:14
۱۳ تنه وسله وال په ننګرهار کې ووژل شول

د روانې میاشتې په ۲۵ مه نیټه د افغان خبري رسنیو د خبر له مخې په دې هیواد کې میشتو امریکایي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د داعش پر وسله والو هوایي برید وکړ چې په نتیجه کې یې ۱۳ تنه وسله وال ووژل شول.

د خبر له مخې دغه ځل عملیات د بې پیلوټ الوتکو له لارې اجرا شوی دی. له ۲۰۱۵ کال راهیسي د داعش وسله وال د افغانستان په ختیزو او شمالي برخو کې راپورته شوي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای