په افغانستان کې د م م مرستندویه پلاوی د روانې میاشتې په ۲۵ مه نیټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره له بیلابیلو طبقو څخه غوښتنه وکړه چې د ښځو په وړاندی زورزیاتی دې له منځه یووړل شي.
د روانې میاشتې ۲۵ مه نیټه د م م له خوا ټاکل شوې د ښځو په وړاندی د زورزیاتۍ د له منځه وړلو نړیواله ورځ ده. په یاده اعلامیه کې ویل شوي چې د دې لپاره چې افغان زنان د پرمختګ سولې او امنیت په برخو کې لازیات رول ولوبوي نو باید د ښځو او ماشومانو پر حق تیری او زورزیاتي دې له منځه یووړل شي.
په دغه اعلامیه کې هم ویل شوي چې د ښځو په وړاندی د زورزیاتۍ له منځه وړل د هر کس کوشش ته ضرورت لري نو هر کس باید په کور، دفتر او ټولنه کې خپل غږ پورته کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |