CRI Online

د سوريې مسئلې په هکله د نوې دورې د ژنيو په خبرو اترو کې به په عمده توګه د اساسي قانون او د ټولټاکنو په هکله سلامشورې وشي

cri     (GMT+08:00) 2017-11-26 16:59:51

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د سوريې مسئلې په هکله د م م د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستيال رمزي يزيلدين رمزي د نومبر په ۲۵مه نېټه د سوريې په پلازمينه دمشق کې وويل د سوريې مسئلې په هکله د نوې دورې د ژنيو په خبرو اترو کې به په عمده توګه د اساسي قانون او د ټولټاکنو په هکله سلامشورې تر سره شي.

رمزي په همدې ورځ يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل د نوې دورې خبرې اترې به لا هم د ملي يووالي حکومت، د اساسي قانون د تعديل، د بيا ټولټاکنې او د ترهګرۍ ضد د مبارزې په هکله بحث وشي او په عمده توګه د اساسي قانون او د بيا ټاکنو په هکله سلامشورې به وشي. هغه وويل د سوريې سياسي بهير پيچيلي او ستونزمن دی. هېله ده چې د سوريې حکومت په فعاله توګه د نوې دورې په خبرو اترو کې ګډون وکړي او مخالفې ډلې يو پلاوي جوړ کړي چې په خبرو اترو کې به برخمن وي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای