د سين هوا اژانس د خبر له مخې، افغان پوځ د نومبر په ۲۵مه او ۲۶مه نيټه د هېواد په څو څو ځايونو کې د تندلارو ډلو پر ضد تصفيوي عمليات تر سره کړل چې په ترڅ کې يې ۴۱ تنه جنګيالي وژلي دي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت په ۲۶مه نيټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې له تېرو ۲۴ ساعتو راهيسې د دغه هېواد امنيتي ځواکونو په ۹ ولايتونو کې تندلارو ډلو ته ګوزارونه ورکړي، ۲۰ تنه جنګيالي يې وژلي، ۳۳ تنه نور يې ټپيان کړي او د اورپکو ۴ پټنځايونه يې هم ويجاړ کړي دي.
د روان کال له پيل راهيسې د افغان طالبانو، داعش او حقاني شبکې په شمول زياتو تندلارو ډلو په افغانسان کې زيات بريدونه کړي او لويه مرګ ژوبله يې رامنځتنه کړې ده.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |