د سينهوا اژانس د خبر له مخې د هند حکومت په دې وروستيو ورځو کې د بيا کارېدونکې انرژۍ په هکله درې کلن پلان وړاندی کړ چې له مخې به يې په راتلونکو دريو کلونو کې د لمريزې انرژۍ او باد په وسيله د برېښنا توليدولو د جنراتورونو ظرفيت سل ميګاواټو ته ورسيږي او د اټکل له مخې به تر ٢٠٢٢ کاله پورې دغه ظرفيت دوه مليونه کيلو واټ وي.
د هند اقتصادي ورځپاڼې د روانې مياشتې په ٢٦مه نېټه خبر ور کړ چې د دې هېواد د نوې انرژۍ او بيا کارېدونکې انرژۍ د وزير مرستيال اناند کومر ويلي چې د دې پلان له مخې د ٢٠٢٠ کال تر پايه پورې به په هند کې د لمريزې انرژۍ په وسيله د اتو ميګا واټو په ظرفيت او د باد په وسيله د دېرش ميګا واټو په فرظيت د برېښنا توليدولو پروژې زياتې شي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |