CRI Online

چين د م م د نړيوال خوراکي پروګرام له لوري په ايران کې له کډوالو سره مرسته وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-11-27 09:58:25

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په ايران کې د چين سفارت او د م م د نړيوال خوراکي پروګرام د نومبر په ۲۶مه نېټه په ګډه سره وويل، د چين حکومت د م م د نړيوال خوراکي پروګرام له لوري په ايران کې کډوالو سره مرسته پيل کړې ده چې ۱ مليون ډالره د کډوالو د ضروري خوراکونو لپاره ورکول شوي دي.

په ايران کې د چين د سفارت اقتصادي مستشار وو پې مين په همدې ورځ په غونډه کې وويل، چين د کډوالو مسئلو ته لوړه پاملرنه کوي او په فعاله توګه يې حل کوي. هيله لري چې د دې مرستې په وسيله په ايران کې د عراق او افغانستان له کډوالو سره د خوراکونو په اړه مرسته وکړي.

په ايران کې د م م د نړيوال خوراکي پروګرام استازې نېګار ګيرامي له چين څخه مننه څرګنده کړه چې په دې هېواد کې د کډوالو لپاره يې مرسته برابره کړې ده. هغې وويل چې د دسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې نوموړي خوراکونه به ۳۰ زرو کډوالو باندې ووېشل شي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای