CRI Online

د اسلامي هېوادونو ترهګرۍ ضد پوځي ائتلاف په رياض کې د غړيو هېوادونو د دفاع وزيرانو لومړۍ غونډه تر سره کړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-27 14:10:37

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اسلامي هېوادونو ترهګرۍ ضد پوځي ائتلاف چې د سعودي عربستان لخوا جوړ شوی، د نومبر په ۲۶مه نيټه د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کې د خپلو غړيو هېوادونو د دفاع وزيرانو لومړۍ غونډه تر سره کړه. مختلفې خواوې له څواړخيزو ساحو نه ترهګرۍ ته د ګوزارونو ورکولو په اړه موافقې ته رسېدلې دي.

تر يادې غونډې وروسته په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې ترهګري نړيوالې سولې او امنيت ته ستر ګواښ او ننګونه ده. اسلامي هېوادونه کټ مټ زيان رسېدونکي دي. برخه والو هېوادونو پرېکړه کړې چې په لا نژدې همکارۍ او همغږۍ سره د تندلارو فکرونو طبيعت د څرګندولو، د سمو مذهبي تيوريو او نظريو د خپرولو، د اغېزمنو ښوونو د برابرولو، د ترهګرو مالي سرچينو د بندولو او ترهګرۍ ته د پوځي ضربت ورکولو او له منځه وړلو په شمول له څو برخو نه له ترهګرۍ سره جګړه او مبارزه وکړي تر څو چې ټول ترهګر له منځه يووړل شي.

په دغه غونډه کې پرېکړه شوې چې دغه غونډه به په هر کال کې يو ځل تر سره کېږي. د پاکستان تقاعد شوی جنرال راحيل شريف د دغه پوځي ائتلاف د عمومي قومندان په توګه وټاکل شو.

د ترکيې، مصر، سوډان، پاکستان، افغانستان، عربي متحده اماراتو، کويټ، مالي او يوګاندا په شمول د يو شمېر اسلامي هېوادونو د دفاع وزيرانو او لوړ پوړي چارواکيو په دغه يوه ورځنۍ غونډه کې ګډون کړی دی.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای