CRI Online

د انرژۍ په هکله د چين تګلاره به د نړيوالې انرژۍ په برخه کې د اصلاحاتو لپاره ګټوره وي

cri     (GMT+08:00) 2017-11-27 15:13:54

د انرژۍ منشور د نړيوال سازمان سرمنشي عربان روسناک په دې وروستيو ورځو کې د چين نړيوالې راډيو له خبريال سره د ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د چين د کمونېست ګوند په ١٩م ملي کانګرس کې د شين پرمختګ او پاکې انرژۍ په هکله د چين ژمنه تائيد شوې چې دا د نوي ډول عصري کېدنې په هکله د چين له مفکورې سره سمون لري.هغه وويل چې د انرژۍ په هکله د چين تګلاره د انرژۍ د نړيوال منشور له اصولو سره سمون لري او د نړيوالې انرژۍ په برخه کې به د اصلاحاتو لپاره ګټوره وي.

ياد سازمان چې د لويديځې او ختيځې اروپا او پخواني شوروي اتحاد د هېوادونو،کاناډا، جاپان او استراليا په شمول له دوه پنځوسو غړو هېوادونو څخه جوړيږي،د انرژۍ منشور له تړون سره سم د انرژۍ په برخه کې د غړو هېوادونو ترمنځ توپيرونه ليری کوي او د انرژۍ په هکله د يو رښتينی خلاص، مساوي او نسبتا ثابت نړيوال بازار د جوړېدو لپاره هڅه کوي.د دې سازمان سرمنشي روسناک خبريال ته وويل چې د چين د کمونېست ګوند ١٩م ملی کانګرس ته يې ډېره پاملرنه کړې،ځکه چې په دې غونډه کې د چين د اقتصادي پرمختګ لارښوونکی اصول ټاکل شوي چې په دې جمله کې د انرژۍ په هکله له دې سازمان سره تړاو لرونکی تګلاره هم څرګنده شوې ده.هغه پر دې ټينګار وکړ چې دې دريو برخو ته پام اړوي. هغه وويل (اواز...............) دريو مهمو برخو ته پاملرنه کوم چې يو يې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز دی .داسې حالت مو ليدلی چې چين له نړيوالو سازمانونو او نورو هېوادونو سره همکاري پياوړې کړی او کوي يې په تېره بيا د انرژۍ په برخه کې .د انرژۍ منشور د نړيوال سازمان په برخه کې يوه مهمه برخه نيسي. د دې ترڅنګ دا معلومات مو هم تر لاسه کړي چې چين د هوا کيفيت ته ډېره پاملرنه کوي او غواړي چې د خلکو د ژوند سويه لوړه کړي .نو مونږ بايد دې ته پام واړوو چې چين څنګه د انرژۍ جوړښت تنظيم او بدل کړي.سربېره پر دې مونږ هم دا نظر لرو چې چين به د رئيس شي جين پينګ په مشرۍ د انرژۍ په برخه کې د نړۍ په بدلولو کې نور مهم رول ولوبوي.

روسناک همدارنګه وويل چې رئيس شي جين پينګ د ياد کانګرس په راپور کې پر دې ټينګار کړی چې که چين دواملرونکی پرمختګ ومومي، بايد شين پرمختګ ته پاملرنه وکړي او د بازار تر لارښوونې لاندې به د شنو تخنيکونو د نوښت سيستم جوړ کړي،شنو پولي چارو ته به پرمختګ ور کړي او د چاپيريال ساتنې، د انرژۍ سپما او پاکې انرژۍ چارې به پراخې کړي .د ده په اند د انرژۍ په برخه کې د چين تګلاره د نړيوالې انرژۍ د منشور له اصولو سره سمون لري او د نړيوالې انرژۍ د اصلاحاتو لپاره به ګټوره وي.

د دې ترڅنګ هغه په دې برخه کې چين وستايه چې چاپيريال ته د ککړتيا د کمښت او مخنيوي کارونو ته په درنه سترګه ګوري.هغه وويل چې چين د لويديځې او خيتځې اروپا له پرمختګ څخه ډېرې تجربې تر لاسه کولی شي.که څه هم د چاپيريال ککړتيا مسئله په يوځل حل نه شی حل کېدای، خو چين خپله موخه تر سره کولی شي. هغه وويل (اواز............)پخوا په يوه اوږده موده کې اروپايي اقتصادي پرمختګ د سکرو پر توليد او درنو صنايعو تکيه کوله چې په پايله کې يې د تېرې پيړۍ په پنځمه يا شپږمه لسيزه کې اروپايان د هوا له ککړتيا سره مخامخ شول. د همدې پېړۍ تر اوومې يا اتمې لسيزې پورې د بېلا بېلو اروپايي هېوادونو تر هڅو او کوښښونو وروسته په دې سيمه کې د هوا او اوبو کيفيت ښه شوی دی .اوس داسی حالت مو کتلی چې په اروپا کې اقتصادي جوړښت بدل شوی دی .نو ځکه که اروپا شين اسمان بيا تر لاسه کولی شي، چين هم کولی شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای