CRI Online

داعش او طالبانو د افغانستان په ختیځ کې جګړه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-11-28 08:28:22
داعش او طالبانو د افغانستان په ختیځ کې جګړه وکړه

د روانې میاشتې په ۲۷ مه نېټه د افغانستان په ننګرهار ولایت کې داعش او طالبانو سره جګړه وکړه چې له امله یې څه دپاسه لس زره کورنۍ بې ځایه شوي دي.

د افغان ځایي خبري رسنیو د خبر له مخې جګړه د ننګرهار ولایت په خوګیاني سیمه کې پېښه شوه چې لږ ترلږه ۱۹ تنه وسله وال وژل شوي دي.

د سږ کال راپه دې خوا داعش او طالبانو څو ځله جګړه وکړه. د اکتوبر میاشتې په ۲۵ مه نېټه دواړو خواوو په جوزجان ولایت کې د څو ورځو جګړه وکړه چې په نتیجه کې یې ۵۲ تنه وسله وال وژل شوي وو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای