د روانې میاشتې په ۲۷ نېټه د پاکستان د عدلیې وزیر زاهد حامد استعفا وکړه. د خبر له مخې هغه په همدې ورځ صدراعظم ته د استعفالیک وړاندی کړی دی او لامل یې په هیواد کې د سولې او امنیت د بیا عادي کول دي. له دې وروسته د پاکستان حکومت له لاریون کوونکو سره خبرې اترې وکړې او د لاریون مشر د لاریون د پای ته رسولو اعلان وکړ.
په تیره میاشت کې د پاکستان په پارلمان کې یو قانون منظور شو خو په کې ځیني مذهبي محتویات د مذهب پالو کسانو سخت مخالفت سبب شوی دی. د روانې میاشتې له ۸ مې نېټې نه څه دپاسه ۲۰۰۰ تنو لاریون کوونکو د اسلام اباد او راوالپنډۍ ترمنځ په یو عمومي سړک کې ناست وو چې د ترانسپورټ د بندښت او ډیرې ګڼې ګوڼې سبب شوي دي. د پاکستان پارلمان بیا یاد قانون بیرته واخیست او بښنه یې هم وغوښتله خو لاریون کوونکو پر دې ټینګار وکړ چې د عدلیې وزیر باید استعفا وکړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |