CRI Online

د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز د درېيمې دورې رسنيو فورم په اسلام اباد کې تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2017-11-28 09:12:57

د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز په اړه د درېيمې دورې رسنيو فورم د نومبر په ۲۷مه نېټه په اسلام اباد کې تر سره شو چې د دواړو هېوادونو د رسنيو استازو او کارپوهانو په شمول ۱۰۰ کسانو پکې ګډون کړی و.

په پاکستان کې د چين سفير ياو جين په وينا کې وويلې، د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز اغېزه له جوړېدو وروسته د دواړو هېوادونو تر کلک ملاتړ لاندې ورځ په ورځ څرګندېږي او ښه راتلونکې به ولري.

د پاکستان پارلمان د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهليز د کميټې مشر او د پاکستان او چين د دوستۍ ټولنې مشر مشاهدحسين سيد په فورم کې وويل، د نوموړي دهليز ابادي د پاکستان ترانسپورټي اساسات، د انرژۍ برابرول او د ګوادر بندر د ابادۍ لپاره ګټور دي چې نه يوازې د پاکستان او چين ترمنځ اوسنۍ دوستۍ نوی اساس ګرځي، بلکې د پاکستان په يووالي او سمسورتياوو کې مهم رول لري.

نوموړی فورم يو ورځنی و چې ګډون وال د دهليز د ابادۍ په بهير کې د کلتور او پيغام د تبادلې او د رسنيو همکارو په باب بحث وکړ چې ډېرې موافقې تر لاسه شوې.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای