CRI Online

د چين ځانګړی سوسياليزم نوې زمانې ته رسيدلی چې دا له حقيقتونو سره سمون لري

cri     (GMT+08:00) 2017-11-28 12:45:00

د چين د کمونېست ګوند په ١٩م ملي کانګرس کې برخه وال په دی نظر دي چې د چين ځانګړی سوسياليزم نوې زمانې ته رسيدلی چې د چين د راتلونکي پرمختګ لپاره يې لوری روښانه کړی دی .د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزارت د اسيا او ارام سمندر څانګې مشر هاګی شاګرير په دې اند دی چې د چين د کمونېست ګوند دغه نظر له حقيقتونو سره سمون لري او له هوښيارۍ څخه ډک دی .

ښاغلي هاګي شاګرير چې د ده د هڅو له امله په ګوانګ جو ښار کې د اسرائيلو عمومی قونسلګري جوړه شوې او د چيني او اسرائيلي سيلانيانو د لس کلنې ويزې د ور کولو تګلاره پلې شوې ده، څو ځله چين ته سفرونه کړي او د چين په باب معلومات يې تر لاسه کړي دي.هغه وويل چې ده د چين د کمونېست ګوند ١٩م ملي کانګرس ته ډېره پاملرنه کوله چې د روان کال په اکتوبر کې تر سره شو.د اسرائيلو صدراعظم نيتانياهو هم د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د عمومي منشي په توګه د بيا ټاکنې له امله رئيس شي جين پينګ ته مبارکي وويله .روان کال د چين او اسرائيلو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ٢٥مې کاليزې سره برابر دی.د دوه اړخيزو اړيکو له ټينګېدو راهيسې په اقتصادي او کلتوري برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري په پر له پسې توګه پياوړې شوې ده. نوموړي وويل چې په ياد ملي کانګرس کې ټاکل شوې تګلارې به د دوه اړخيزې همکارۍ لپاره لازيات فرصتونه برابر کړي.هغه وويل(اواز........)د چين ١٩م ملي کانګرس ته مو ډېره پاملرنه وکړه.د ١٩م ملي کانګرس له راپور څخه ښکاري چې د چين کمونېست ګوند د اقتصادي پرمختګ په شمول پر ډېرو تګلارو ټينګار کړی او کوي يې.په دې کانګرس کې د ټاکل شويو پلانونو له امله به چين د نوښت او ابتکار په برخه کې يو ستر هېواد وګرځي. تر ٢٠٣٥ کاله پورې به چين نه يوازې يو لوی د توليداتو جوړونکی هېواد وي بلکې د نوښت په برخه کې به يو ستر هېواد هم وي . زما په اند په راتلونکو شلو کلونو کې د چين او اسرائيلو ترمنځ همکاري به نوره هم زياته شي.

هاګي وويل چې په دې وروستيو کلونو کې په چين کې اقتصادي پرمختګ چټک شوی او لاسته راوړنې يې د ليدو وړ دي .د ١٩م ملي کانګرس په هکله راپور کې راغلي چې د چين اقتصاد د چټک پرمختګ له پړاو څخه پر لوړ کيفيت لرونکی پرمختيايي پړاو بدل شوی دی او عصري اقتصادي سيستم بايد جوړ شي .په چين کې اوسنی عمده ټولنيز تضاد د نيکمرغه ژوند پر وړاندې د خلکو د اړتياوو زياتوالي او په بېلا بېلو سيمو کې د پرمختيايي حالت د نابرابرۍ ترمنځ تضاد دی .د ده په اند د اقتصادي تګلارې په هکله د چين د کمونېست ګوند تنظيمول او د عمده ټولنيز تضاد په هکله د دې ګوند نظر د چين له حقيقتونو سره سمون لري .هغه نظر چې د چين ځانګړی سوسياليزم نوې زمانې ته رسيدلی دی ، له هوښيارۍ څخه ډک دی او په چين کې د لازياتو پرمختګونو د موندلو او د سوسياليزم عصري کېدنې او د هېواد د غښتلي کېدلو لپاره ګټور دی .هغه وويل(اواز...........)زما په اند چين چې اقتصادي پرمختګ يې چټکتيا موندلی ده، د عصري کېدو په لور روان دی .ستا هغه نظر چې د چين اقتصاد نوی پړاو ته رسيدلی دی ، پر وخت دی . ځکه چې چين چاپيريال ته د زيانونو رسولو په بيه دېرش کلن پرمختګ موندلی دی .زما په اند د چين مشرانو پردې ټينګار کړی چې اوس د تګلارو د تنظيمېدو وخت دی يعنې بايد د موجودو مسئلو د حل وفصل له لارې چاپيريال ښه وساتل شي او خلکو ته ګټور کاري شرايط برابر شي.زما په اند دا له هوښيارۍ څخه ډکه تګلاره ده.دغه کارونه نه يوازې په تېرو پنځو کلونو کې د چين د حکومت له خوا تر سره کېدل بلکې په راتلونکو پنځو کلونو کې به تر سره شي.دا بايد ومنل شي چې چين په نړۍ کې د اقتصادي پرمختګ د يوه مشر د ګرځېدو ترڅنګ بايد د ټولنې او خلکو اړتياوې پوره کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای