د سينهوا اژانس د خبر له مخې، افغان ځواکونو د نومبر په ۲۷مه نېټه په زياتو ځايونو کې پر ډول ډول وسلوالو ډلو هوايي بريدونه وکړل چې پکې يې ۳۵ وسلوال وژلي.
د افغانستان دفاع وزارت د نومبر په ۲۸مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، افغان هوايي پوځ په ۲۷مه نېټه د جنګي الوتکو په ليږلو سره د پکتيا ولايت په دوو سيمو کې د وسلوالو پر پناه ځايونو هوايي بريدونه وکړل چې له امله يې ۲۸ تنه ووژل شول او ۹ تنه ټپيان شول. په وژل شويو کسانو کې د حقاني شبکې ۲ ځايي مشران او څو تنه وسلوال طالبان وژل شوي.
په همدې ورځ د ننګرهار ولايت حکومتي وياند د دې خبر پخلی وکړ چې د ۲۷مې نېټې په شپه د داعش ډلې د وسلوالو پر پټنځای د هوايي ځواکونو په بريد کې ۴ وسلوال ووژل شول.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |