CRI Online

د اقتصادي همکارۍ او انکشاف سازمان د نړيوال اقتصاد د پرمختګ احتمالی انډول لوړ کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-11-29 08:51:32

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اقتصادي همکارۍ او انکشاف سازمان د نومبر په اته ويشتمه نېټه په پاريس کې د نړيوال اقتصاد د پرمختګ وړاندوينه خپره کړه او ۲۰۱۷م کال د نړيوال اقتصاد د پرمختګ احتمالی انډول يې لوړ کړ.

د يادې وړاندوينې سره سم، سږ کال او راتلونکی کال د نړيوال اقتصاد د پرمختګ انډول به په جلا جلا توګه درې اعشاريه شپږ سلنې، درې اعشاريه اوه سلنې ته ورسېږي.

د دې سازمان سرمنشي جوسي انګيل ګوريا تريوينو په همدې ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې پر دې ټينګار وکړ چې بېلا بېل هېوادونه دې په پر له پسې ډول اصلاحات بشپړ کړي او د اقتصاد د اوږد مهالي پرمختګ پټ قوت ته دې پاملرنه وکړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای