د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د سوريې مسئلې په هکله د چين ځانګړی استازي شي شياو يان د روانې مياشتې په ٢٨مه نېټه په ژنيو کې د دې مسئلې په هکله د سولې خبرو اترو په اتم پړاو کې د ګډون په ترڅ کې په جلا جلا توګه د دې مسئلې په هکله د م م د سرمنشي له ځانګړي استازي ډميستورا،د روسيې او امريکا پلاويو له مسئولينو سره وکتل او د م م د امنيت شورا د دايمي غړو هېوادونو د بهرنيوچارو وزارتونو د سياسي څانګې د عمومي مشرانو په غونډه کې يې ګډون وکړ.
نوموړي وويل چې په دې وروستيو ورځو کې په سوريه کې ځمکني حالت ښه شوی او د ترهګريزو ځواکونو ډلې په سختې ځپل شوي ، خو د ترهګرۍ پرضد مبارزه لاهم سخته ده،نو نړيواله ټولنه بايد په دې برخه کې خپلمنځي همکاريو ته دوام ور کړي.په دې خبرو اترو کې ډېر ګټور عوامل شته دي، نو هيله لرم چې د دې مسئلې په هکله اړوندې خواوې د خبرو اترو او مشورو له لارې د سوريې د ثبات او ټولنيز نظام د اعاده کېدو لپاره ښه لار ولټوي. (غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |