CRI Online

چين: بايد په برابره توګه د کيمياوي وسلو کمښت، د دغو وسلو د خپرېدو مخنيوی او نړيوالې همکارۍ پياوړې شي.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-29 09:28:26

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کيمياوي وسلو د مخنيوي په سازمان کې د چين دايمي استازي وو کينګ د نومبر په اته ويشتمه نېټه وويل، چې له ټولې نړۍ څخه د کيمياوي وسلو د پاکولو دنده لا هم درنده ده، په راتلونکي کې دې دغه سازمان په برابره توګه د کيمياوي وسلو کمښت، د دغو وسلو د خپرېدو مخنيوی، نړيوالې همکارۍ او مرستې پياوړې کړي.

ښاغلي وو کينګ د کيمياوي وسلو د مخنيوي تړون د غړيو هېوادونو په ۲۲مه مباحثوي غونډه کې وويل، چې په تېرو شلو کلونو کې ياد سازمان او تړون د نړيوال امنيتي سيستم د يوې مهمې برخې په توګه د نړيوالې او سيمه ييزې سولې او امنيت د ساتنې، د کيمياوي وسلو د کمښت او د دغو وسلو د خپرېدو د مخنيوي په ساحو کې نه بدليدونکی رول لوبولی دی او د ليدو وړ برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي. خو د کيمياوي وسلو د پاکولو دنده پای ته نه ده رسېدلې. د کيمياوي وسلو د کارولو اتهامونه او د کيمياوي وسلو د کارولو غير دولتي کړنې او ګواښونه د زياتېدو په حال کې دي.

نوموړي بيا تائيد کړه چې چين د کيمياوي وسلو لخوا د زيان رسېدونکي هېواد په توګه تل له دې سره ټينګ مخالفت کوي چې په هر حال کې کوم هېواد، سازمان او يا سړی د هرې موخې لپاره له کيمياوي وسلو څخه استفاده کوي.

د معلوماتو له مخې، ياد تړون ۱۹۲ غړي هېوادونه لري او هر کال هغوی د دغه سازمان په مقر کې يعنې د هالند په هاګ کې يوه غونډه جوړوي. سږنۍ غونډه به د دسمبر په لومړۍ نېټه پای ته ورسېږي او د دغه سازمان راتلونکی پرمختګ او عمده دندې سږني سرليک دی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای