د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې د بهرنيو چارو وزارت د نومبر په ۲۸مه نېټه وويل، د سوريې هيئت به په ۲۹مه نېټه د سويس ژنيو ته ورسېږي او د سوريې مسئلې په اړه د ژنيو د سولې د خبرو اتروپه نوي پړاو کې به ګډون وکړي.
د سوريې عرب خبري اژانس د دې هېواد د خارجه وزارت د خبر په حواله وويل، له روسيې سره له خبرو اترو وروسته د سوريې حکومت پرېکړه وکړه چې د سولې په نوموړو خبرو اترو کې به ګډون وکړي. په م م کې د دې هېواد د دايمي استازي بشار الجعفري د نوموړي هيئت مشر دی.
د سوريې مسئلې په اړه د ژنيو د سولې د خبرو اترو نوی پړاو په ۲۸مه نېټه ژنيو کې شروع شوی. څرنګه چې د مخالفې ډلې هغه بيان د حکومت خوښ نه و، کوم چې له ولسمشر بشار الاسد څخه د ګوښه کېدو غوښتنه کړې وه، نو په يادو خبرو اترو کې د سوري حکومت ګډون ځنډېدلی و.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |