CRI Online

د اقليم په هکله د ژن مين بي يوانو پورونه د لومړي ځل لپاره په پاريس کې صادر شول

cri     (GMT+08:00) 2017-11-29 11:12:53

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اقليم په هکله د ژن مين بي يوانو، يورو او امريکايي ډالرو پورونه چې ارزښت يې يو ملياردو پنځه سوه مليونه ډالره دی ، د روانې مياشتې په اته ويشتمه نېټه دلومړي ځل لپاره په پاريس کې د چين بانک لخوا صادرشول .په پاريس کې د چين بانک د فرعي څانګې مشر پان نوه خبريال ته وويل چې دا داسې سهام دی چې په پاريس کې د چيني ارګان لخوا خپور شوی او د نړۍ د اقليمي پور وړاندې کوونکي سازمان لخوا پيژندل شوی دی. د يادو پورونو د خپرولو له لارې راغونډيدونکو پيسې به په چين ، فرانسه او بريتانيا کې د باد په وسيله د بريښنا توليدولو او د ميترو جوړولو په پروژو کې وکارول شي. په فرانسه کې د چين سفير جاي جيون وويل په دې موقع کې چې د اقليمي بدلون په ضد د پاريس تړون د لاسليک دوهمه کليزه به راورسيږي او چين ته د فرانسې ولسمشر مکرون سفر به پيل شي،د يادو پورونو صادرول خاص اهميت لري. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای