CRI Online

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قوماندان په هوايي بريدونو کې عامو افغانانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتلو له امله بښنه وغوښتله.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-29 13:42:32

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د آريانا نيوز اژانس د نومبر په ۲۸مه نېټه خبر ورکړ چې په همدې ورځ په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قوماندان ډګر جنرال جون نيچولسون په هوايي بريدونو کې عامو افغانانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتلو له امله بښنه وغوښتله.

په همدې ورځ ښاغلي نيچولسون د ځايي امنيتي حالاتو د ارزولو په هدف د افغان امنيتي څانګې په ملګرتيا سره له کندز ولايت څخه ليدنه وکړه. د هغو هوايي بريدونو د يادونې په وخت کې چې د سږ کال د نومبر په څلورمه نېټه تر سره شوي وو، عامو وګړيو ته د مرګ ژوبلې د اوښتلو له امله يې بښنه وغوښتله او څرګنده يې وکړه چې دوی به په راتلونکي کې د دغه شان پېښو د مخنيوي لپاره تدبيرونه ونيسي.

له افغانستان سره د م م د مرستندويه هئيت د تازه شمېرنې له مخې، امريکايي پوځ د نومبر په ۴مه نېټه د کندز ولايت په لويديځ کې د چهار درې په سيمه کې د پوځي عملياتو په ترڅ کې په تېروتنې سره پر دريو کليو باندې هوايي بريدونه وکړل چې له امله يې لږ تر لږه لسو عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او زيات نور کسان ټپيان شوي وو. د افغانستان بېلا بېلو خواوو په جلا جلا توګه د دې غندنه کړې او پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي وو، چې د امريکا کړه وړه غير انساني او بې رحم دي.

په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې دغه شان پېښې څو څو ځله رامنځته شوې دي. د سږ کال د اګست په لسمه نېټه امريکايي پوځ په ننګرهار ولايت کې په تېروتنې سره پر يوه بس باندې هوايي بريد وکړ چې له امله يې شپاړس عام وګړي وژل شوي وو.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای