CRI Online

په ژنيو کې د سوريې مسئلې په هکله د اتم پړاو خبرې اترې پيل شوې

cri     (GMT+08:00) 2017-11-29 15:11:37

د م م په مشرۍ د سوريې مسئلې په هکله د اتم پړاو خبرې اترې د روانې مياشتې په ٢٨مه نېټه په ژنيو کې پيل شوې دي.د دې مسئلې په هکله د م م د سرمنشي ځانګړی استازي ستفن ډميستورا په همدې ورځ د سوريې د مخالفينو له پلاوي سره هم کتلي دي.د سوريې حکومتي پلاوی د روانې مياشتې په ٢٩مه نېټه ژنيو ته رسيدلی دی .د دغې مسئلې په هکله د چين ځانګړی استازي شي شياو يان په همدې ورځ له ډميستورا سره وکتل او ويې ويل چې د يادې مسئلې په هکله چين د م م د منځګړيتوب رول له لوبولو څخه ټينګ ملاتړ کوي او د دې مسئلې د حل وفصل لپاره د بېلا بېلو وړانديزونو او هڅو په هکله خلاصه رويه لري.

يادې خبرې اترې د روانې مياشتې په ٢٨مه نېټه پيل شوې. د همدې ورځې په سهار د م م ځانګړی استازي ډميستورا تر هر څه لومړی د م م د امنيت شورا د پنځو دايمي غړو هېوادونو له استازو سره وکتل چې په دې جمله کې د چين استازی شي شياو يان هم شامل دی.

ډميستورا دې ته اشاره وکړه چې په سوريه کې د شخړو د بدلونونو له امله د دې خبرو اترو لپاره نوی فرصتونه برابر شوي دي .هيله من دی چې د چين په شمول د م م د امنيت شورا پنځه دايمي غړي هېوادونه په دې برخه کې مهم رول ولوبوي.هغه وويل (اواز..........)په سوريه کې د شخړو په ځمکني حالت کې بنسټيز بدلونه راغلي دي او د داعش ډلې او سيمه ييز وسله وال تر ډېرې اندازې پورې کمزوری شوي دي. په عين وخت کې دا اړينه ده چې د چين په شمول د م م د امنيت شورا پنځه دايمی غړي هېوادونه خپلې دندې پر غاړه اخلي او د سوريې د شخړو د ښکيلو خواوو ترمنځ د خبرو اترو د م م له هڅو څخه ملاتړ کوي.

ډميستورا زياته کړه چې چين د سوريې مسئلې په هکله له اړوندو خواوو سره ښې اړيکې ساتي او په ژنيو کې د سولې خبرو اترو له بهير څخه ټينګ ملاتړ کوي.م م د سوريې مسئلې د حل وفصل لپاره د چين د مهم رول لوړه ارزونه وکړه او غواړي چې له چين سره د نظريو تبادله او همکاري وساتي.

د چين ځانګړی استازي شي شياو يان وويل چې په دې وروستيو ورځو کې په سوريه کې ځمکنی حالت په څرګنده توګه ښه شوی ، خو د ترهګرۍ پرضد حالت لاهم سخت دی ، نو نړيواله ټولنه بايد له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره خپلمنځيو همکاريو ته دوام ور کړي . هغه وويل چې د روان پړاو په خبرو اترو کې ګټور او مثبت عوامل شته دي.هيله من دی چې د دې مسئلې اړوندې خواوې د خبرو اترو او مشورو له لارې د سوريې مسئلې په هکله سياسي بهير کې د مثبتو پرمختګونو د موندلو لپاره هڅه وکړي.هغه وويل (اواز.........) د دې حالت پر وړاندې د سياسي بهير پرمخبيول يو ښه فرصت دی .مونږ هيله لرو چې اړوندې خواوې نه يوازې تخنيکي مسئلو ته پاملرنه وکړي بلکې پر ځينو رښتينو مسئلو بحث وکړي او د خبرو اترو له لارې ګډو نظريو ته ورسيږي چې په پايله کې سياسي بهير پر دې بنسټ روان شي.

دا د پاملرنې وړ ده چې د سوريې مخالفينو په دې خبرو اترو کې د ګډون لپاره د سوريې د خبرو اترو د کميټې په نوم پلاوی ليږلی دی.د سوريې د مخالفينو وياند په ژنيو کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې دوی غواړي چې له سوري حکومت سره مستقيمې خبرې اترې وکړي.

د همدې ورځې په ماسپښين ډميستورا له دې پلاوي سره وکتل .د ټاکل شوي پلان له مخې د سوريې حکومتي پلاوی به د روانې مياشتې په ٢٩مه نېټه ژنيو ته ورسيږي . د معلوماتو له مخې ژنيو ته د حکومتي پلاوي د رسيدو د ځنډېدو لامل دا دی چې له دې لارې يې د سوري مخالفينو له هغې غوښتنې څخه ناخوښي څرګنده کړې وه چې په خبرو اترو کې له سياسي صحنې او واک څخه د ولسمشر الاسد د ليرې کېدو موضوع بايد شامله وی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای