CRI Online

د امريکا خارجه وزير: اروپا بايد د خپل امنيت په اړه مسئوليت پر غاړه واخلي

cri     (GMT+08:00) 2017-11-29 15:10:30

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريکس تيلېرسن د نومبر په ۲۸مه نېټه واشنګټن کې وويل، امريکا به په مداومه توګه د اروپا د امنيت د ساتنې لپاره کوشش وکړي، خو د اروپا بېلابېل هېوادونه بايد د خپل امنيت په اړه مسئوليت پر غاړه واخلي.

هغه وويل، د اروپا دفاعي لګښت بايد يوازې د امريکا لخوا تاديه نه شي. د لا زياتو هېوادونو پوځي لګښت د خپل هېواد په GDP کې ۲ فصدو ته زياتېږي.

د ناټو بېلابېلو غړيو هېوادونو په ۲۰۱۴ کال کې ژمنه کړې وه چې په راتلونکو لسو کلونو کې خپل دفاعي لګښت په GDP کې د ۲ فصدو سويې ته لوړ کړي. خو تر اوسه پورې يوازې د امريکا، بريتانيا، يونان، پولنډ او ايستونيا په شمول ۵ هېوادونه دا معيار مراعات کړی دی.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای