د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د سوريې مسئلې په باب د م م ځانګړي استازي سټفن ډيمسټورا د نومبر په نهه ويشتمه نېټه د سوريې له حکومت او مخالفو ډلو څخه وغوښتل چې بې له شرط په جدي ډول سوله ييزې خبرې اترې تر سره کړي، څو چې د سوريې په سياسي بهير کې برياليتوبونه تر لاسه شي.
هغه د همدې ورځې له غرمې وروسته د سوريې له حکومتي پلاوي سره د ليدنې وروسته وويل، دا يوه ګټوره او ارزښتناکه ليدنه ده، خو هغه د دې ليدنې په اړه کوم محتويات ور نه کړل. هغه په ژنيو کې د سوريې حکومتي پلاوي د پاتې کېدو وخت او د دواړو خواوو تر منځ د مستقيمو خبرو اترو په باب د خبري رسنيو پوښتنو ته هم ځوابونه ور نه کړل.
هغه وويل، زه به په پر له پسې ډول د سوريې حکومت او د مخالفو ډلو له پلاويو سره ملاقاتونه وکړم. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |