د عراق د دولتي ټلويزيون د نومبر په نهه ويشتمه نېټه خبر ورکړ چې د عراق صدراعظم حيدر العبادي په همدې ورځ د بريتانيا له لومړۍ وزيرې تريسا مې سره وکتل او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو په ګډون د څو مسئلو په باب يې د نظريو تبادلې وکړې.
په دې خبر کې د عبادي په حواله ويل شوي، چې له ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې د عراق او بريتانيا تر منځ اړيکو ډېره وده او پرمختګ کړی دی. بريتانيا د بې کوره شويو کډوالو د ځای پر ځای کولو په شمول ځينو برخو کې د عراق ملاتړ کړی دی.
تريسا مې وويل، بريتانيا به په پر له پسې ډول په هره برخه کې له عراق ملاتړ وکړي، هيله لرم چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې په مسلسل ډول پرمخ يووړل شي.
تريسا مې د نومبر په نهه ويشتمه نېټه بغداد ته ورسېده، دا واک ته د دې تر رسېدو وروسته له عراق څخه لومړۍ ليدنه ده، عراق له دې مخکې دغه هېواد ته د تريسا مې د سفر په اړه هيڅ مالومات نه وو ورکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |