CRI Online

د ورېښمو سمندري لارې په اوږدو کې د سمندر پر غاړه پراته هېوادونه د يو کمربند او يوې لارې پلان په چوکاټ کې همغږی پرمختګ مومي.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-30 14:49:42


د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د يوويشتمې پيړۍ لپاره د ورېښمو سمندري لارې په اوږدو کې د نړيوالو خپرونو يعنې نورو هېوادونو ته د چيني تصديو د ننوتلو فورم د نومبر په نهه ويشتمه نېټه د چين د ګوانګ دونګ ولايت د جو های ښار د غونډو په نړيوال مرکز کې تر سره شو. برخوالو د همکاريو، خپرونو او ارزښتونو تر عنوان لاندې د تګلارو، ساينس او تخنيک او سوداګريو په برخو کې پر نړيوالو همکاريو او د اړوندو هېوادونو او سيمو پر همغږي پرمختګ بحث وکړ.

د چين ګوانګ دونګ ولايت د ورېښمو سمندري لارې له سرچينو څخه يو دی. اوسمهال د دغه ولايت څه باندې اووه زره تصدۍ په څه د پاسه يو سل او دېرشو هېوادونو کې خپلې چارې لري چې په دې جمله کې د ګري په نوم د برقي لوازمو سهامي شرکت يوه نمونه ده. دغه شرکت د يو کمربند او يوې لارې له پلان څخه ملاتړ کوي او په دوه زره او لومړي کال کې يې په برازيل کې د اير کنډيشن توليدي اډه جوړه کړې ده. ورپسې په دوه زره او شپږم کال کې په پاکستان کې يې توليدي اډه هم په کار واچوله. نن ورځ د دغه شرکت توليدات په څه باندې دوه سوو هېوادونو او سيمو کې پلورل کېږي چې د اير کنډيشن په نړيوال بازار کې دېرش فيصده نيسي. د دغه شرکت مشرې دونګ مينګ جو په ياد فورم کې وويل، دغه شرکت غواړي د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې له اړوندو هېوادونو سره مرسته وکړي. دې وويل، 

موږ غواړو چې په ټولې نړۍ کې زموږ تخنيک خپور وکړو او د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې تخنيکي خدمت وکړو. اوس موږ يوازې په برازيل او پاکستان کې خپلې فابريکې لرو، خو زما په اند، په راتلونکي کې به موږ په مختلفو هېوادونو کې د دغو هېوادونو له اړتياوو سره سم د ګډ پرمختګ لاره پيدا کولای شو. موږ به نه يوازې د توليدولو په برخه کې د يوه قوي هېواد په توګه چين اباد کړو، بلکې د خپل تخنيک په وسيله د ځينو هېوادونو پرمختګ به هم پياوړی کړو.

منځنۍ او ختيځه اورپا د يو کمربند او يوې لارې عمده سيمه ده، نو د دې سيمې هېوادونه د يو کمربند او يوې لارې پلان ته مثبت غبرګونونه ښيي. د بلژيک او چين د اقتصاد او سوداګرۍ کميټې مشر ډويټ وويل، چې اوسمهال د اروپايې ټولنې زياتو هېوادونو د يو کمربند او يوې لارې په پروژو کې ګډون کړی دی او ورڅخه يې ګټې اخيستلې دي. ده وويل، 

د يو کمربند او يوې لارې په اړه د چين وړانديز نه يوازې د چين ګاونډيو هېوادونو ته، بلکې اروپايي هېوادونو ته فرصتونه برابروي. دغه پلان د اروپايې ټولنې او چين ترمنځ په اقتصادي او سوداګريزو همکاريو باندې ژورې اغيزې لري. چين د منځنۍ او ختيځې اروپا له شپاړسو هېوادونو سره نژدې همکارۍ کړې دي او کوي يې. د چين او اروپايې ټولنې ترمنځ اقتصادي صحنه جوړه شوې ده او د اوسپنيزو لارو ټرانسپورټ شروع شوی دی. دغه راز، د اروپايې ټولنې ځينې هېوادونه د اوسپنيزو لارو، بندرونو، هوايي ميدانونو، برقي ټرانسپورټ او د مالونو د لېږد رالېږد کولو په ساحو کې له چين سره همکارۍ کوي.

د مدنيتونو تبادله کول د خبري رسنيو له هڅو سره نژدې اړه لري. دا د يو کمربند او يوې لارې پلان يوه مهمه برخه ده. د چين او نورو هېوادونو ترمنځ د ګډو نظريو راغونډول، د چيني او بهرنيو خبري رسنيو ترمنځ تګ راتګ او د يو کمربند او يوې لارې پلان په اړه د معلوماتو شريکول د دغه فورم عمده موخې دي. د چين نړيوالې راډيو د عمومي مدير مرستيال ژن چيان وويل، څرنګه چې د تاريخ، کولتور او نظام په برخو کې توپيرونه شته، نو د راپورتاژ ورکولو په برخه کې هم د مختلفو هېوادونو د خبري رسنيو لارې چارې او نظريې بېلې وي، خو د رښتيا، مهربانۍ او ښايست د موندلو ګډه غوښتنه شته. ده وويل، خبري رسنۍ د بشري مدنيتونو د خپرېدو لاره ده، نو موږ بايد د بشري برخليک د ګډې ټولنې د ابادۍ په لحاظه د مختلفو مدنيتونو د تبادلې دنده پر غاړه واخلو او بايد د خلکو ترمنځ د تګ راتګ لپاره هڅې وکړو، تر څو زموږ ارزښتونه څرګند شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای