د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د صدراعظم دميتري مدوديف په بلنه د چين صدراعظم لي که چيانګ په ځايي وخت د نومبر د ۳۰ مې نېټې په سهار د ځانګړې الوتکې له لارې د سوچې نړيوال هوايي ډګر ته رسېدلی او هغه به په دې ښار کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د صدراعظمانو په کچه د پرانيستي ۱۶مه غونډه کې ګډون وکړي.
لي که چيانګ وويل، د شانګهای همکارۍ سازمان د جوړېدو له شپاړسو کلونو راهيسې، د سيمه ييز امنيت او ثبات د ساتلو او د ګډ پرمختګ او سمسورتيا د پياوړتيا لپاره يومهم ډګر دی. هيله لرم چې له بېلا بېلو خواوو سره په سوچې کې ګډون وکړم چې د دغه سازمان د غړيو شمېر له زياتېدو وروسته د سياسي، امنيتي، اقتصادي او کلتوري همکارۍ پياوړې کړي. زه هم هيله لرم چې په سوچې کې له صدراعظم دميتري مدوديف سره يو ځل بيا وګورم، او د روسيې او چين تر منځ د همکاريزو اړيکو د ټينګېدو او د دغه سازمان په چوکاټ کې د همکاريو لپاره کوښښ وکړم.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |