د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۲۹ مه نېټه په دياو يو تای ملي هوټل کې د امريکا له پخواني ولسمشر بارک اوباما سره وکتل.
شي جين پينګ په مثبت ډول د دې ارزونه وکړه چې اوباما د امريکا د ولسمشر په توګه دنده کې د چين او امريکا تر منځ اړيکو د پرمختيا لپاره کوښښ کړی و.
شي جين پينګ څرګنده کړه چې، چين او امريکا د نړۍ د سولې او ثبات د ساتلو او د نړۍ د پرمختګ او سمسورتيا د پياوړتيا لپاره ګډه ګټه او مهم مسوليت لري. د چين او امريکا تر منځ د اړيکو اوږد او ثابت پرمختګ د دواړو هېوادونو او د نړيوالو له ګډو ګټو سره سمون خوري. چين غواړي له امريکا سره يو ځای کوښښ وکړي چې خپل منځي تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي تر څو چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې نوی پرمختګ ومومي.
شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند د ۱۹م ملي کانګرس د نتيجو په اړه اوباما ته معلومات ورکړل.
اوباما مننه وکړه چي شي جين پينګ ور سره وکتل. اوباما وويل، چې د چين پرمختګ د ستاينې وړ دی. د چين او امريکا د اړيکو پرمختګ د دواړو هېوادونو د خلکو له ګټو سره سمون لري، هيله لرم چي د چين او امريکا تر منځ د تفاهم او تبادلې لپاره کوښښ وکړم.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړی، د مرکزي کميټې د سکرتريت منشي او د مرکزي کميټې دفتر مشر دينګ شوی شيانګ ، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړی او د دولتي شورا غړی يانګ جی چی په دې کتنه کې شامل وو.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |