CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۷م کال لپاره د څونګ دو نړيوال فورم له ځينو بهرنيو برخه والو سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-01 09:28:52

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په دېرشمه نېټه د چين د خلکو په لوی تالار کې د نړيوالې سرمشريزې ټولنې له ځينو غړو سره وکتل چې د ۲۰۱۷م کال لپاره په څونګ دو نړيوال فورم کې په ګډون بوخت دي. رئيس شي جين پينګ په عمده توګه له برخوالو سره د چين پرمختيايي لارې او د نړيوال ادارې په اړه د چين اصول او نظرونه شريک کړل او د بهرنيو برخوالو د استازو ويناوو ته يې غوږ ونيوه.

نوموړي په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې چين به په لا مثبته توګه په نړيوالې ادارې کې برخه واخلي او د حاکميت د مساوات، د عدالت او انصاف، د ګډو مشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو، همکاريو، څواړخيزې غوښتنې، د ثبات د ساتلو، په وار سره د پرمختګ، د اصلاح او نوښت په شمول پر اصولو به ټينګار وکړي. چين به د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز په چوکاټ کې د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د نوې همکاريزې صحنې د جوړولو لپاره هڅې وکړي. چين به د نړيوالو تودو او مهمو مسئلو د سياسي حل لپاره کوښښ وکړي، د م م تر مشرۍ لاندې به د سوله ساتي په عملياتو کې برخه واخلي، د اقليمي بدلون د مخنيوي په هکله به د پاريس تړون پلی کړي، تر ۲۰۳۰م کاله پورې به د م م د پر له پسې پرمختيايي جريان تطبيق کړي. چين به د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو او د نړيوالې سمسورتيا او پرمختګ لپاره لا زيات خدمتونه وکړي.

(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای