CRI Online

لي که چيانګ د پاکستان له صدراعظم شاهدخاقان عباسي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-12-01 14:00:54

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د نومبر د ٣٠مې نيټې په ماسپښين د چين صدراعظم لي که چيانګ په سوچي کې د پاکستان له صدراعظم شاهد خاقان عباسي سره وکتل.

لي که چيانګ وويل چې چين او پاکستان هر اړخيز ستراتيژيکی همکاران دي.دواړو هېوادونو په بېلا بېلو ساحو کې ښه همکاريز حالت ساتلی او د اقتصادي دهليز د ابادۍ د جوړېدو له څلورو کلونو راهيسې يې مثبت پرمختګونه موندلي دي. چين غواړي چې له پاکستان سره د مهمو بنسټيزو تاسيساتو پروژې پلی کړي.هغه په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې چين د پاکستان هر کلی کوي چې د لومړي ځل لپاره يې د شانګهای د همکارۍ سازمان د يوه رسمي غړي په توګه د صدراعظمانو په غونډه کې ګډون کړی ، او غواړي چې د دې سازمان په شمول د څو اړخيزو سازمانونو او سيمې په چارو کې له پاکستان سره د نظريو تبادلې پياوړې کړي.

عباسي وويل چې پاکستان غواړي چې له چين سره لوړ پوړی تګ راتګ وساتي او په بېلا بېلو ساحو کې خپلمنځی همکارۍ پياوړې کړي تر څو د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ لپاره نوی خوځنده ځواک راوپاروي. (غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای