CRI Online

په سوريه او عراق کې له داعش ډلې سره په مبارزه کې لږ تر لږه اته سوه يو ملکيان وژل شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2017-12-01 09:48:32

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا په مشرۍ د ترهګرۍ پرضد نړيوال اتحاد د روانې مياشتې په دېرشمه نېټه په يو راپور کې ويلي چې له دريو کلونو راهيسې په سوريه او عراق کې يې له داعش ډلې سره په مبارزه کې لږ تر لږه اته سوه يو  ملکيان وژلي دي.

د دې راپور له مخې د ٢٠١٤ کال له اګست څخه د ٢٠١٧ کال تر اکتوبر پورې ياد اتحاد په سوريه او عراق کې ٢٨ زره ځله پوځي عمليات تر سره کړي چې ملکيانو ته د مرګ ژوبلې په هکله ١٧٩٠ نسخې راپورونه ترې تر لاسه شوي دي.د دې اتحاد په اړه د راپورونو د ارزونې ډلې تائيد کړې چې په دې جمله کې يوسل نهه نوي نسخې راپورونه د باور وړ دي او شپږ سوه پنځه نوي نسخې يې لاهم تر ارزونې لاندې دي. (غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای