د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د نومبر په ٣٠مه نېټه د م م د ٧٢مې دورې په عمومي اسامبلۍ کې برخه والود فلسطين مسئلې او د منځني ختيځ پر حالت بحث وکړ. په م م کې د چيني پلاوي لنډمهالي اتاشه وو های تاو په دې غونډه کې ګډون او وينا وکړه. وو های تاو په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې د فلسطين مسئله د منځني ختيځ مسئلې کليدي برخه ده او د دې سيمې د سولې بنسټيزه مسئله هم ده.په هر اړخيزه او عادلانه توګه د فلسطين مسئلې ژر حل وفصل د دې سيمې د اړوندو هېوادونو د خلکو له ګټو سره سمون لري او د نړيوالې سولې او ثبات دپرمخبيولو لپاره ګټور دی.
وو های تاو وويل چې د م م د امنيت شورا د يوه دايمي غړي هېواد او يوه مسئولانه هېواد په توګه چين تل په عادلانه رويه سره د دې مسئلې د حل وفصل او د سولې د خبرو اترو د پرمخبيولو لپاره هڅه کړې او کوي يې.چين د فلسطينيانو له عادلانه چارو څخه ټينګ ملاتړ کوي چې په ١٩٦٧ کال کې د ټاکل شوې سرحدي کرښې پربنسټ د ختيځ بيت المقدس په مرکز يو پوه حاکميت لرونکی او خپلواک هېواد جوړ کړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |