د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د نومبر په ۲۹مه نېټه د بلغارستان د صدراعظم بويکو بوريسوف ځانګړې الوتکې له ايران څخه سعودي ته د الوتلو په وخت کې د ايران د هوايي ادارې څانګې له ردولو سره مخامخ شوه. بلغارستان له دې څخه خپل نه رضايت څرګند کړ. د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند بهرام قاسيمي د نومبر په ۳۰مه نېټه دې ته ځواب ورکړ چې تخنيکي تېروتنه د دغه بدګومان سبب دی.
د معلوماتو له مخې، څرنګه چې د ايران هوايي اداري څانګې د خپل هېواد له قلمرو څخه د دغې الوتکې د تېرېدو غوښتنه رد کړه، نو دغه الوتکې لومړی بېرته ترکيې په لور لاړه او بيا د عراق له قلمرو څخه په تېرېدو سره سعودي ته ورسېده.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |